د راپورونو له مخې د پاکستاني طا لبانو تحریک تېره ورځ ناوخته په وزیرستان کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی دی چې څلور کسه پکې وژل شوي دي. ټي ټي پي وایي چې دوی تر دې هم ډېرو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو پاکستانی حکومت یوازې د څلورو عسکرو د وژل کېدو پخلی کوي. د پاکستاني طا لبانو تحریک داسې مهال پر پاکستاني عسکرو برید کوي چې عمران خان له دوی سره د سولې د رامنځ ته کېدو خبره کړې وه. خو یادې ډلې رد کړې او په دغه هېواد کې یې د خپلې خوښې نظام پر رامنځ ته کېدو ټینګار کړی دی.
































