د کابل امنیه قومنداني وایي په تېره یوه اونۍ کې یې شاوخوا اتیا کسان د بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي. د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د تحقیقاتو رییس مولوي نور احمد رباني په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دوی په کابل ښار کې د نظم او امنیت د راوستو په برخه کې جدي دي او د مجرمینو د نیولو لپاره یې څارنې او پلټنې روانې دي. دده په خبره په تېره یوه اونۍ کې یې د بېلو جرمونو په تور یوازې په کابل کې شاوخوا اتیا کسان نیولي دي چې په دوی کې قاتلین، غله، انسان تښتوونکي او نور شامل دي. دده په خبره دوی د کابل ښار د امنیت لپاره شپه او ورځ کار کوي او له کابل ښاریانو یې غوښتي چې د امنیت په تامین کې همکاري ورسره وکړي. هغه زیاته کړې چې کابل ښاریان دې د جرمونو او امنیتي ستونزو د لیدلو په صورت کې ژر تر ژره له امنیتي مسوولینو سره اړیکه نیسي او همکاري دې ورسره کوي.
































