په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر او نامتو پوځي جنرال کارل ایکنبیري ویلي چې پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي افغانستان د یو خپلواک او پیاوړي نظام له لوري رهبري شي. هغه ویلي چې پاکستان تل د ترهګرو ملاتړ کړی دی او تل یې یو شمېر داسې عوامل خپل کړي دي چې له لارې یې وکولی شي په ډېرې اسانۍ د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. هغه څرګنده کړې چې پاکستان له طا لبانو سره هم صادق نه دی، ځکه چې د ده په وینا کله چې امریکا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې غوښتل له طا لبانو سره په لوړه کچه اړیکې جوړې کړي د پاکستان حکومت طا لب مشران ونیول او زندان ته یې واچول. هغه دغه راز څرګنده کړې چې پاکستان هم غلا کوي او هم څښتن ته د بیدار اوسېدو سپارښتنې کوي. ایکنبېري ټینګار کړی دی چې پر پاکستان باید هیڅکله باور ونه شي ځکه هر څوک چې په دغه هېواد کې واک ته رسېدلی دی دروغ یې ویلي دي او ټولې نړۍ ته یې دوکه ورکړې ده. هغه د خپلو خبرو په پای کې پاکستان د سیمې په کچه د ترهګرۍ خوندي ځاله بللې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته نړۍ غواړي سیمه ارامه شي نو پر پاکستان دې فشارونه ډېر کړي او په هیڅ خبره دې یې باور نه کوي.
































