پاکستان کې تازه د کرونا له امله ۱۳ تنه مړه شوي دي. له دې سره په دغه هېواد کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر ۳۱۲ تنو ته ورسېد. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا وبا ۴۴۷ تازه نورې پېښې هم ثبت شوې دي. له دې سره په پاکستان کې په کرونا وبا د ټولو اخته کسانو شمېر ۱۴۵۰۴ تنو ته ورسېد. د کرونا له امله تر ټولو زیات کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي چې شمیر یې ۱۰۴ تنو ته رسیږي.
































