امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د نړۍ له ډېری هېوادونو خپلې نظامي اډې راټولوي. انټي ور نشریې په یوه مطلب کې لیکلي دي چې امریکا د نړۍ په اتیا هېوادونو کې ۷۵۰ نظامي اډې لري چې د بشریت په تاریخ کې هېڅ هېواد په نورو هېوادونو کې دومره ډېر نظامي تاسیسات نه لرل. نشریه وایي دا اډې هر کال میلیاردونه ډالر لګښتونه لري چې د امریکا ملا ماتولی شي. انټي ور نشریه لیکي بایډن غواړي د همدې لګښتونو د کمولو او خپلو خلکو د غوښتنو د منلو لپاره په ځینو هېوادونو کې نظامي اډې وتړي چې له همدې امله یې په افغانستان کې هم د سترې نظامي اډې (باګرام) تړل کېدل هم تایید کړل. نشریه په دې مطلب کې لیکي چې دغه اډې په ډيری هېوادونو کې د ناندریو او کشمکشونو سبب دي خو په ځینو کې بیا د ګټې وټې سبب شوې دي. انټي ور وایي په ټوله کې د امریکا نظامي اډې د چاپېریالي ککړتیا، سیاسي کشمکشونو او د هېوادونو ترمنځ د واټنونو سبب شوې دي.
































