د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پاریس ته تللی او هلته به د فرانسې له حکومتي مشرانو سره د وروستي رامنځ ته شوي کړکېچ په اړه خبرې کوي. د فرانسې او امریکا ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې امریکا استرالیا له فرانسې سره د نظامي اوبتلونو د پېرلو له معاملې را وګرځوله. فرانسه وایي امریکا د دوی په سوداګریزو معاملاتو کې مداخله کوي او دا د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف دي چې په همدې لړ کې یې خپل سفیر له واشنګټن را وغوښت. اوس امریکا وایي هڅه کوي له خپلو متحدو ملګرو سره اړیکې ښې کړي، یووالی وساتي او له پاریس سره رامنځ ته شوې ستونزه حل کړي.
































