په هند کې د دولت له لوري د کرنې قوانینو کې د اصلاحاتو تر راتګ وروسته په دغه هېواد کې د بزګرانو د اعتراضونو یو کال پوره کېږي. د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې دا اعتراضونه لا پراخ شوي او کړکېچن شوي دي. راپورونو کې د اعتراض کوونکو له قوله راغلي چې د یادو اعتراضونو پر مهال تېره ورځ په وروستۍ پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. دوی ویلي چې دا کسان د اوترا پردیش ایالت د لومړي وزیر زوی په موټر وهلي او وژلي یې دي. پولیسو تر اوسه د لومړي وزیر د زوی له لوري د یادو اعتراض کوونکو د وژل کېدو پخلی نه دی کړی خو زیاته کړې یې ده چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.
































