د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا او ملګري هېوادونه دې په افغانستان کې د خپل پوځي حضور تشه په بشري مرستو ډکه کړي او په دغه هېواد کې دې د خپل حضور پر مهال رامنځته شوې ویراني په دې مرستو جبران کړي. هغه ویلي چې دا د امریکا او متحدینو لپاره یې ښه چانس دی څو افغانانو ته وښیي چې دوی یې په بد وخت کې هم تر څنګ ولاړ دي. کابلوف څرګنده کړې چې مسکو به ډېر ژر له ملګرو ملتونو وغواړي څو په افغانستان کې د غرب د شل کلن پوځي حضور په اړه د یو راپور د اورولو غوښتنه وکړي ځکه د ده په وینا په تېرو شلو کلونو کې امریکا او غربي نړۍ هیڅ مانا دار راپور ملګرو ملتونو ته نه دی وړاندې کړی. نوموړي دغه راز ټینګار کړی دی چې دوی تر اوسه پورې پر طا لبانو د لګول شویو بندیزونو د لغوه کولو لپاره کوم وړاندیز نه دی کړی.
































