په روغتیایي تجهیزاتو او طبي حفاظتي وسایلو بار یوه ترکي پوځي الوتکه نن د امریکا په لور الوتې چې د کرونا ځپلي ناټو متحد هېواد سره مرسته وکړي. امریکا د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په کرونا وبا تر ټولو ډېر کسان په کې مړه شوي، امریکا د ترکیې له خوا د ۵۰۰ زره طبي ماسکونو په ګډون د روغتیایي حفاظتي وسایلو د مرستې هرکلی کړی دی. په ترکیه کې د امریکا سفیر ډیوید سترفیلډ ویلي چې، دغه لیږدونه ښيي چې د امریکا- ترکیې اړیکې غښتلې دي او ترکیه د دوی لپاره ډېر مهم متحد هېواد دی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر دې دمه په امریکا کې ۹۸۸۴۶۹ کسان په کرونا وبا اخته شوي چې ددې جملې څه د پاسه ۵۶ زره تنه یې مړه شوي دي.
































