افغان چارواکي دې له سیمې او نړۍ سره د اړیکو د پراختیا لپاره لاس په کار شي. د افغانستان د مسایلو نړیوال او افغان شنونکي وایي چې که په افغانستان کې وضعیت همداسې دوام کوي نو نه یوازې د افغانانو بلکې د ټولې سیمې لپاره به خطرونه جوړ کړي. دوی نړیوالو رسنیو ته ویلي ددې وخت دی چې طا لبان او د دوی د بهرنیو اړیکو دستګا لاس په کار شي او له نړۍ او سیمې سره یوه تفاهم ته ورسېږي. د چارو کاروپوهان وایي سره له دې چې د سیمې هېوادونه د طالبانو په اړه مثبت نظر لري خو لا یې هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې چې دا به افغانستان ته بدې پایلې ولري. دوی وایي که وضعیت همداسې دوام کوي او افغان چارواکي اړین ګامونه اوچت نه کړي، له نړۍ سره تفاهم ته و نه رسېږي، نو ښايي د ځینو هېوادونو مثبت نظرونه هم بدل شي او له دغه هېواد سره څوک و نه درېږي.
































