انټي ور نشریه وایي امریکا په افغانستان کې شرموونې ماتې وخوړه، چې دا ماتې نه یوازې نظامي بلکې سیاسي هم وه. سرچینه کاږي امریکا و نه شوی کړی چې د خپلې ديپلوماتیکې دستګا په مرسته او همدا راز د ديپلوماتیکو مراجعو پر مټ په افغانستان کې وضعیت کنټرول کړي. په مطلب کې راځي چې امریکا لا هم په افغانستان کې له ماتې د خپلې ديپلوماسۍ او ديپلوماتیکو ارګانونو د پیاوړتیا لپاره درس نه دی اخیستی. انټي ور لیکي د امریکا او متحدینو بهرنی سیاست لا هم له خنډونو ډک دی او ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان او نړۍ له وضعیت په درس اخیستلو پراخو اصلاحاتو ته مټې بډ وهي.
































