د افغانستان او ایران لوړپوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیت پراخ بحثونه کړي دي. د خپرو شوو راپورونو له مخې د ایران د حکومت یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې د نوي حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ په بندري سیمو کې پر اسانتیاوو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د ستونزو پر له منځه وړلو او نورو مسایلو بحثونه شوي دي. دواړو لورو ټینګار کړی دی چې د بېلو توکو د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره به ټولې ستونزې او خنډونه لرې کېږي او با صلاحیته پلاوي به د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو لپاره لاس په کار کېږي. ایراني لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې ژر به په لویه پیمانه سوداګریز توکي د افغانستان بازارونو ته صادر کړي.
































