د افغانستان د پاسپورت ریاست خپلې چارې پيل کړې. ددغه ریاست مسوولینو نن په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د پاسپورت د وېش چارې پیل شوې دي او دمګړی به دوی هغو کسانو ته د پاسپورت وېش پیل کړي چې چارې یې بشپړې شوې او پاسپورتونه یې چاپ شوي دي. د چارواکو په خبره دمګړی شاوخوا ۲۵ زره پاسپورتونه چاپ شوي چې وېش به یې پيل شي. د پاسپورت ریاست دغه راز وايي چې د ریاست ټولو ښځینه کارکوونکو ته یې هم چارو ته د بېرته راګرځېدو خبر ورکړی دی او دوی کولی شي خپلو فعالیتونو ته راوګرځي.
































