المان کې د امریکا په پوځي اډو کې اوس هم تر ۹ زره ډېر افغان پناه غوښتونکي بند پاتې دي. راپورونه وایي وروسته تر هغه چې له المان څخه امریکا ته په یو شمېر تللیو افغانانو کې د شري ناروغي تشخیص شوه واشنګټن د پاتې نورو پروازونه تر نامعلومې نیټې پورې وځنډول. دا کډوال چې په کمپونو کې پراته دي په سخت کړاو کې ژوند کوي او له امریکا څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي. په همدې حال کې المان ویلي چې د دغو کډوالو له ډلې له یوه سره یې هم په المان کې د پاتې کېدو ژمنه نه ده شوې.
































