د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سایمون ګیس سره لیدلي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ډیپلوماټیکو اړیکو پر بیا پیلولو او د بریتانیا لخوا افغان ولس ته د بشري مرستو ورکولو په اړه ګټورې خبرې شوې دي. د سرچینې په خبره، سایمون د بریتانیا د لومړي وزیر له قوله ویلي چې بریتانیا له ا.ا سره خپلې اړيکې حالاتو ته په کتو رغول غواړي. په ورته وخت کې مقتي ویلي چې له افغان خاورې هیڅ هېواد ته ضرر نه رسېږي او دوی تمه لري چې نور هېوادونه هم د افغانستان د حکومت د تضعیف لپاره پلانونه جوړ نه کړي.
































