ترکمنستان او ازبکستان وایي دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي. د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له خپل ازبکستاني سیال شوکت میر ضیایف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي. د ازبکستان د ولسمشر په خبره د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په تېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهم دی او په دغه هېواد کې ثبات د ټولې سیمې لپاره د پرمختګ زمینه برابرولی شي. دده په خبره ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان په اړه یو دريځ لري او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي. سرچینه وایي چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دایمي سولې د راتګ لپاره به هڅه کوي.
































