دې نیوز پاکستاني ورځپاڼه لیکي چې پاکستاني طا لبان د پاکستان د حکومت او نورو برخو لپاره په ګواښ بدل شوي دي. د سرچینې په خبره د عمران خان حکومت د ځینو نورو وړو او لویو ډلو په منځګړیتوب له پاکستاني طا لبانو سره د مذاکراتو پیلولو په لټه کې دی. ورځپاڼه لیکي پاکستانی حکومت هڅه کوي دغه ډله له جګړو او لا ډېرو تاوتریخوالو راوګرځوي، ځکه که وضعیت همداسې دوام کوي نو پاکستانی حکومت به یې د کنټرول وړتیا و نه لري. وروسته له هغه چې ا.ا په افغانستان کې واک ته ورسېد، پاکستاني طا لبانو هم وویل چې دوی به په دغه هېواد کې د خپلې خوښې حکومت د جوړولو لپاره جګړه کوي.
































