تاجکستان وایي دوی د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښمن دي او د افغانستان له خلکو سره هېڅ راز دښمني نه لري. دده په خبره دوی هېڅ دې ته لېوالتیا نه لري چې نورو هېوادونو ته پوځي الوتکې ولېږي او جګړې وکړي. امام علي رحمان وايي دوی د خپلو پولو د امنیت په اړه اندېښنه لري او د امنیت لپاره یې ګامونه اوچتوي. امام علي رحمان وروسته له دې دغه څرګندونې کړې چې د ا.ا.ا تاجکستان ته د امام علي رحمان د ځينو څرګندونو په تړاو خبرداری ورکړ. افغان لوري له تاجکستان غوښتي وو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او په خپلو څرګندونو کې دې مسولانه چلند کوي.
































