د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره، د جګړې ښکېلو خواو په کړنو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، له اندېښنو سره سره، په دې برخه کې هېڅ بدلون نه تر سترګو کیږي. د دغه کمېسیون د خپرونو او اړیکو رییس ذبیح اله فرهنګ ویلي، که څه هم دوی په ځلونو ویلي، چې د ملکي کسانو په نښه کول او دوی ته زیان رسول، د بشر د حقونو او نړیوالو قواعدو له مخې د غندنې وړ او جنایت دی خو له بده مرغه په جګړه کې ښکېلې خواوې ورته پام نه کوي. د نوموړي په خبره د بشري حقونو د کمېسیون د ارزونې له مخې، د ملکي مرګ ژوبلې اصلي لامل د سړک د غاړې ماینونه او جګړې دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش، په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتونکی شوی او ویلي یې دي چې ټولې هڅې باید د کرونا وبا پرضد مبارزې ته متمرکزې شي.
































