د امریکا اطلاعاتي چارواکو په نړۍ کې د خپلو ټولو استخباراتي دفترونو غړو ته د پوره احتیاط سپارښتنه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې امریکا ویلي چې پاکستان، ایران، روسیه او ځینې نور هېوادونه په ګډه د امریکا د استخباراتي اداراتو په تېره د سي ای اې د دفترونو غړي او فعالیتونه څاري نو ځکه باید په خپلو فعالیتونو کې له پوره احتیاط کار واخلي. د امریکا اطلاعاتي دستګاوو تر اوسه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی چې دغه کارکوونکو او دفترونو ته کوم خطرونه او ګواښونه متوجه دي خو وایي دوی د خپلو فعالیتونو د خوندي کولو لپاره په اړینو اقداماتو لاس پورې کوي.
































