ډیورنډ فرضی کرښې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې څلورو پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو موټر له سیمې څخه په ګزمه د تېرېدو په حال کې و. د پوځ په خبره په دې پېښه کې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د پېښې پړه د پاکستاني طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې او اتو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































