د راپورونو له مخې د پښتونخوا په هر نايي سیمه کې تېره شپه زلزله شوې ده چې له امله یې شاوخوا ۱۱ کسه وژل شوي او لسګونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه پېښه کې ګڼ کورونه نړېدلي او عامه تاسیساتو ته هم زیان اوښتی دی. پاکستاني چارواکي وايي چې دوی هڅه کوي له زیانمنو سره بېړنۍ مرسته وکړي خو تر اوسه د مرګ ژوبلې یاده شمېره نهایي نه ده بلل شوې او ویل کېږي چې ښايي د تلفاتو کچه تر دې هم لوړه وي.
































