ایران وایي په افغانستان کې د بشري اوربند د رامنځ ته کولو په لټه کې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له ولسمشر غني سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي دوی هڅه کوي په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې پر مهال بشري اوربند رامنځ ته کړي. د نوموړي په خبره په همدې موخه یې هڅه پیل کړې چې په دې تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي. ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني او جواد ظریف د کرونا ویروس پر ضد مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو او بشري اوربند خبرې کړې دي. له دې سره هممهاله جواد ظریف د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې پر وروستي سیاسي وضعیت او د سیمې پر امنیت بحثونه کړي دي. دوی ټینګار کړی چې د افغان سولې په برخه کې به همکاري کوي.
































