په دې هېل نشریه کې په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن یوه لیکنه خپره کړې ده. نوموړي په دې لیکنه کې ویلي افغانستان له یوې خوا د کرونا ویروس له خطر سره مخ دی، له بلې خوا طالبان جګړه کوي او درېیمه ستونزه پکې د واک او شخصي ګټو پر سر د دوو سیاسي مشرانو ناندرۍ دي. په دغه مقاله کې راځي چې امریکا له طالبانو سره د سولې نه بلکې د خپلو سرتېرو د ایستلو هوکړه لاسلیک کړې ده، چې له همدې امله طالبان لا هم جګړو ته ادامه ورکوي. په مقاله کې راځي افغانان د یوې سالمې رهبرۍ له نشتوالي سره مخ دي، ځکه دوه مهم سیاسي مشران یې دمګړی د خپلو شاوخوا کسانو د خوشالۍ لپاره د واک پر سر ناندرۍ کوي او له یوه سره هم د افغانستان د خلکو او روان وضعیت اندېښنه نشته ده. سرچینه کاږي افغانستان او افغانان له یوه خورا خطرناک وضعیت سره مخ دي خو د واک پر سر یې د دوو مشرانو ناندرۍ د شرم وړ خبره ده. په مقاله کې همدا راز راځي چې دواړه سیاسیون دې په تاریخ کې د دوی په اړه له کېدونکي قضاوت اندېښنه ولري او د شخصي ګټو پر ځای دې د خپلو خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
































