د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر آخند نن په ارګ د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي،کاملوف دغه راز د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي او ازبک لوري ډاډ ورکړی چې هیواد به یې افغانستان سره د یو ښه ګاونډي په توګه دوه اړخیزې اړیکې وپالي، کاملوف ویلي خوشاله دی چې کابل ښار کې د تیر په څیر ګڼه ګوڼه ده او هیله یې څرګنده کړې چې د خلکو اقتصادي ستونزې هم ژر حل شي. واک ته د اسلامي امارت تر رسیدو وروسته قطر او ازبکستان لومړني هیوادونه دي چې بهرنیو چارو وزیرانو یې افغانستان ته رسمي سفرونه وکړل او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.
































