اروپايي ټولنې ویلي په پنځو کلونو کې د ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو د منلو په اړه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه عملي کیدای شي، خو په دې اړه هر ډول پرېکړه د غړو هېوادونو پورې اړه لري. د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلیا جوهانسن له خطر سره د مخ افغانانو ته د خوندیتوب د ورکولو په اړه د یادې ټولنې د جګپوړو چارواکو یوې غونډې ته وویل چې دا یو اخلاقي مسولیت دی چې د امکان تر حده مرسته وشي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې اوسمهال شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال د مهاجرینو په توګه په ګاونډیو هېوادونو کې اوسیږي او د دې اړتیا ده چې اروپایي ټولنه نیمایي دغه کسان په راتلونکو پنځو کلونو کې ومني. جوهانسن ویلي ۲۴ اروپايي هېوادونو د امریکا د تخلیې د جنجالي عملیاتو او واک ته د طا لبانو له بیا رسېدو وروسته، په خپلو منځونو کې ۲۲ زره افغانان منلي دي.
































