د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر د کانګرس له غړو غوښتي، دې ته په پام چې پاکستان دوه مخې پالیسي لرله، دې هیواد ته نور هیڅ مرسته ورنه کړي. متقاعد جنرال مک ماسټر، چې د دونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار و، د افغانستان په اړه د کانګرس د کمېټې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل، امریکا ته پکار ده چې په اګست کې د کابل له سقوطه وروسته د پاکستان صدراعظم د خپلو ځینو ژمنو په خاطر مسوول وګڼي. د ده په باور باید پاکستان ته هیڅ ډول مرسته ورنه کړل شي ځکه چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې هم له امریکا سره متحد و او هم یې د ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه. ده چې د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې خبرې کولې، د یوې پوښتنې په ځواب کې دا نظر ښه وباله چې له پاکستان څخه باید له ناټو دباندې د لوی متحد نوم واخیستل شي.
































