د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلان وايي چې راروانه اوونۍ کې به بهر ته د کابل هوايي ډګر څخه د کارګو سوداګریز پروازونه د جلغوزو په لېږد پیل شي. د دغې خونې مرستیال محمد یونس مهمند وویل چې د کارګو لومړی پرواز به په درېیو تر څلورو ورځو کې د کابل هوايي ډګر څخه ترسره شي. دا به د ا.ا.ا په لاس د کابل ولایت له نیولو لومړی کارګو پرواز وي چې په اول ځل له افغانستان څخه جلغوزې بهر ته صادروي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د بهرنۍ کمېټې مسؤل اذرخش حافظي وویل چې چین هېواد دې ته متمایل دی څو له افغانستان سره د جلغوزو په برخه کې راکړه ورکړه زیاته کړي.
































