تاس خبري آژانس وایي چې دوحې ته د اسلامي امارت تازه تللی لوړ پوړی پلاوی به د خپل دغه سفر په لړ کې ټوله هڅه وکړي تر څو د نړیوال ملاتړ جلبولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي او د قطري چارواکو په ملتیا به دغه پلاوی د نړۍ د ګڼو هیوادونو له استازو سره جلا جلا ناستې وکړي، دغه پلاوی د بهرنیو چارو د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ تللی چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا او د ملي امنیت ادارې مشر عبدالحق وثیق هم پکې شامل دي.
































