د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر د دې ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي دي چې نورو افغان کډوالو ته پناه ورکړي. جوزیف بورېل پرون د اسپانیا په پلازمېنه مادرېد کې یوه کنفرانس ته وویل چې پر کابل د طا لبانو له واکمنېدو وروسته شااوخوا ۲۲ زره افغانان چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستانه اروپا ته لېږدول شوي. بورېل غوښتنه وکړه چې اروپايي ټولنه دې د لسو او شل زرو ترمنځ نور افغانان ومني. اروپايي ټولنې ویلي، ښايي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لوی کمېشنر فليپو ګراندي دا غوښتنه چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه دې ۴۲۵۰۰ افغان کډوالو ته د پنځو کلونو په اوږدو کې پناه ورکړي ومنل شي، خو دې ټولنې ټینګار کړی چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کوي.
































