په کندز ښار کې پرون برید چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا وویل، دا برید ښيي چې د افغانستان اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه دا برید په کلکه غندلی او دا یې د هدفي وژنو په دوام یو بل جنایت بللی دی. همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه بريد په کلکه غندلى او ياد بريد يې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بللى. تېره ورځ د دغه ولایت په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۵۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډیر ټپيان دي.
































