د ا.ا.ا وایي چې د دوحې غونډې پایله به د افغانستان لپاره ګټوره وي. دوحې ته د تللي افغان پلاوي غړي احمدالله وثیق ویلي چې د یادې غونډې موخه په افغانستان کې د اوسني نظام بقا او د افغان ولس د سوکالي په خاطر له ټولو هېواونو سره ښې اړیکې دي. د نوموړي په خبره، د ا.ا.ا له ګاونډیانو او د امریکا په ګډون د نړۍ له هیوادونو سره نیکې او مثبتې اړیکې غواړي. د هغه په خبره، په همدې موخه جدي هڅې روانې دي او نتایج به یې د افغانستان لپاره ګټور ثابت شي. وثیق دغه راز ویلي، امریکا ژمنه کړې ده چې دوی د بشري بحران د مخنیوي په موخه په افغانستان کې کار کوي.
































