د ا.ا.ا ځواکونو هغه کسان نیولي چې په کابل کې یې اهل هنود وګړي ځورولي وو. د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي، هغه کسان چې په کابل کې د اهل هنود اقلیت د ازار او اذیت سبب ګرځیدلي وو، ټول د کابل امنیه قومندانۍ له لوري نیول شوي او عدلي مراجعو ته سپارل شوي دي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې په کابل کې یو شمېر کسانو اهل هنود هېوادوال ځورولي وو چې له همدې او ځینې نورو دلایلو له مخې، افغان اهل هنود له هېواده وتلو ته اړ شول او ډیری یې هندوستان ته واوښتل.
































