په دوحه کې د امریکایي او افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې د طا لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین ویلي چې دوی د پراخ بنسټه او ټولشموله دولت جوړولو ته چمتو دي خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې د چا فرمایش نه شي منلی. هغه زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو غوښتنې ته درناوی ولري. سکای نیوز له الجزیرې سره د شاهین د مرکې په حواله دغه راز ویلي چې ټاکل شوې دوی پر همدې او ځینې نورو مهمو موضوعاتو له امریکایي پلاوي سره په دوحه کې خبرې وکړي څو وکړای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي.
































