د ژمي تر را رسېدو مخکې دې په افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسول شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې میلیونونه افغانان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري او دا ډېره جدي خبره ده چې د ژمي تر را رسېدو مخکې باید دوی ته اړینې مرستې ووېشل شي. دده په وینا که په دې برخه کې ځنډ رامنځ ته کېږي نو په دغه هېواد کې د بشري ناورین امکان شته دی. هغه پر مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې پر وخت دې افغانانو په تېره داخلي بېځایه شوو ته اړینې مرستې ورسوي او د یوه بل بشري ناورین مخنیوی دې وکړي.
































