د ا.ا.ا کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې د پخوا په څېر به د الکټرونیکي پېژندپاڼو ویشلو بهیر پیل شي. د کابینې د پرېکړې له مخې به د احصایې ملي ادارې د معلوماتو پر بنسټ د پېژند پاڼو ویشلو بهیر دوام ومومي. په همدې توګه به برېښنایي پېژندپاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې وویشل شي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د نورو ادارو په څېر د الکترونیکي پېژندپاڼو د ویشلو بهیر هم ودرېد خو اوس یې بېرته د پخوا په څېر د ویش بهیر پیلولو خبر ورکړل شوی دی.
































