د انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخې، په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط په پېښه کې ۱۹ مسافر مړه شوي او درې نور سخت ټپيان شوي دي. راپورونه وایي چې دا الوتکه د منزلینسک په سیمه کې د تخنیکي ستونزو له امله را غورځېدلې ده. راپور کې د روسي چارواکو له قوله راغلي، دا الوتکه چې له بانډ هوایي ډګره الوتې وه تر پرواز ۲۰ دقیقې وروسته په مزنلینسک سیمه کې را نسکوره شوې او پکې د سپرو ۲۰ مسافرو او اته خدمې له ډلې یوازې نهه تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.
































