د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې تر اوسه پورې افغانستان ته ۱۸۶ قلمه صحي او طبي تجهیزات رسېدلي دي چې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه وګړو لپاره بسنه کوي. یاد سازمان نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا وسائل په ۹ پروازونو کې کابل ته لېږدول شوي دي. د دغه سازمان په خبره، په یادو مرسته شویو محمولو کې درمل، طبي توکي او ځینې تجهیزات شامل دي. په مطلب کې راغلي چې دا مرستې د افغانستان ټولو روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
































