په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي دوی په ځلونو طالبانو ته ویلي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د مذاکراتو لار خپله کړي. دده په خبره که طالبان تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي نو د دوی له لوري دې د ځواب انتظار هم وباسي. تر دې وړاندې هم سکاټ مېلر ویلي وو چې که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونو ته ادامه ورکړي او افغان سرتېري د مرستې غوښتنه ترې وکړي ناټو ځواکونه یې مرستې ته ورځي. سکاټ مېلر وایي دوی د سولې هوکړې ته ژمن دي خو طالبانو ته هم په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي. مېلر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ګڼو امریکایي چارواکو له طالبانو د بشري اوربند غوښتنه کړې ده خو دغه ډلې یې غوښتنه رد کړې ده.
































