د دوحې په لیدنه کې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنه کړې ده. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې په دوحه کې د طا لبانو او امریکا ترمنځ وروستۍ لیدنه ګټوره وه او امریکا له افغانستان سره ګڼې ژمنې کړې دي. د راپورونو پر بنسټ امریکا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به بشري او اقتصادي مرستې کوي څو ددغه هېواد اقتصاد وده وکړي. همدا راز په دې لیدنه کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د خلاصولو غوښتنه هم شوې ده چې امریکا په دې برخه کې واضح ژمنه نه ده کړې. واک ته تر رسېدو مخکې دا په دوحه کې د طا لبانو او امریکا ترمنځ لومړنۍ مخامخ لیدنه وه چې طا لب چارواکي یې هم مهمه بولي. همدا راز په دوحه کې د اروپايي ټولنې له استازو سره هم لیدنه شوې، چې دوی هم د بشري مرستو ژمنه کړې ده.
































