د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دوحه کې د ا.ا.ا او امریکایي پلاویو ترمنځ ناسته مسلکي او صمیمي وه. په اعلامیه کې راغلي، چې امریکا به د طالبانو د کړنو ته په کتو پرېکړه کوي، نه خبرو ته. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، بشري مرستو او په امنه توګه له افغانستان څخه د امریکایي وګړو په را ایستلو خبرې شوې دي. په اعلامیه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې د امریکا او نورو نړیوالو بنسټونو لخوا له افغانستان سره پر بشري مرستو هم بحث شوی دی. رویټرز د جمعې په ورځ د امریکایي چارواکو له قوله ویلي وو، چې پر طا لبانو به فشار راوړي، څو د «مارک فریچز» په راخوشي کولو کې هم مرسته وکړي. امریکا ویلي، چې په دې ناسته کې د طا لبانو د په رسمیت پېژندلو په اړه کوم بحث نه دی شوی.
































