فایننشل ټایمز وایي په سیمه کې دوه بدنام او دیوالي شوي هوایي شرکتونه د پاکستان (PIA)او د ایران ماهان په دې توانیدلي چې تیرو دوه میاشتو کې د افغانستان له روان سیاسي حالت ګټه واخلي او بیرته خپل ځان په پښو ودروي،ورځپاڼه وایي دغه دواړه شرکتونه د سقوط په مرحله کې وو او خپل باور یې هم په بشپړه توګه بایللی وو،خو افغانستان کې وروستي بدلونونه ددغه دواړو شرکتونو په ګټه شول،له سقوط حالت بچ او په میلیونونه ډالر یې اضافي وګټل.
































