د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ویلي چې په نړۍ ځانګړې توګه د کوریا په جزیره کې د ټولو ستونزو رېښه په امریکا کې ده. نوموړي د یو تسلیحاتي نندارتون په څنډه کې دغه راز جنوبي کوریا هم په دوه مخیتوب تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې جنوبي کوریا هم د امریکا ډول ته ګډېږي او هر هغه څه کوي چې امریکا یې غواړي. اون ټینګار کړی دی چې امریکا دې په نړۍ کې د ستونزو جوړلو پر ځای خپلو ستونزو ته رسیدګي وکړي او نور دې د نورو په چارو کې له مداخلې لاس واخلي. هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته امریکا په سیمه کې خپلو ناوړه سیاستونو ته دوام ورکړي نو دوی به هم د اټومي وسلو جوړولو له پروګرامه په شا نه شي.
































