د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي جسپیر ویک ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستو او دغه راز له ا.ا سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په دوحه کې په یوه لیدنه کې کړې دي. د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې یاده لیدنه په دوستانه فضا کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت او بشري مرستو ګټورې خبرې کړې دي. مجاهد د ویک له قوله ویلي چې المان به له افغانستان سره بشري مرستې دوامداره وساتي او دغه راز به د یو واقعیت په توګه له ا.ا سره هم خپلې اړیکې وپالي. د هغه په خبره، متقي ډاډ ورکړی دی چې بشري مرستې به مستحقو ته رسېږي او دغه راز به د مرسته رسوونکو امنیت هم په ښه توګه ساتل کېږي.
































