هند وايي دوی په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي. د هند لومړي وزیر نریندا مودي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري خو سره له دې هم دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي. دده په خبره هند د افغانانو روان وضعیت او درد درک کولی شي او تر خپلې وسې به هڅه وکړي چې له افغان وګړو سره خپلې بشردوستانه مرستې وکړي. مودي دغه راز له نړیوالو غوښتي چې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرۍ او افراطیت پر مرکز بدل شي.
































