قطر وایي د طا لبانو په رسمیت پېژندل دمګړی د نړۍ لومړیتوب نه دی. د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني ویلي دمګړی ټوله نړۍ دا غواړي چې له افغانستان سره بشري مرستې پيل شي. دده په وینا د طا لبانو په رسمیت پېژندل دمګړی لومړیتوب نه دی او نړۍ هم په دې وضعیت کې دې خبرې ته اماده نه ده. القحطاني پر طا لبانو غږ کړی چې د یوه مسوول دولت په توګه چلند وکړي، د خپلو خلکو حقونه خوندي کړي، د مېرمنو حقونه رعایت کړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي. هغه ټینګار کړی چې نړیوال هم باید د افغانستان له نوي دولت سره تعامل ته ادامه ورکړي او ورو ورو دې د رامنځ ته شوي ناورین د ختمولو لپاره لاس په کار شي.
































