شمالي کوریا د دغه هېواد د رهبر کیم جونګ اون په حضور کې تر غږ چټک بالستیک توغندی ازمویلی دی. د هوواسونګ په نوم د دغه توغندي په اړه ډېر لږ جزیات رسنیز شوي دي او هغه دا دي چې یاد توغندی اټومي سرګلوله لېږدوي او منځنی واټن ویشتلی شي. د یادونې ده چې تر دې وړاندې شمالي کوریا د هوواسونګ اته په نوم یو بل توغندی هم په بریالۍ توګه ازمویلی دی. کیم جونګ اون د همدې توغندي د ازموینې پر مهال ویلي چې که چېرته امریکا په سیمه کې له ناوړه سیاستونو په شا نه شي نو دوی به هم د ورته توغندیو جوړولو او ازمویلو ته دوام ورکړي.
































