د المان لومړۍ وزیرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان منزوي کېدل ځانګړې توګه د دغه هېواد اقتصادي انزوا د هیچا په ګټه هم نه ده. رویټرز د میرکل له قوله ویلي چې المان به له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي خو یو ځل بیا یې ټینګار کړی دی چې دوی تر اوسه پورې د طا لبانو په رسمیت پېژندلو ته تیار نه دي. هغې ټینګار کړی دی چې دوی له افغانستان سره د شپږ سوه میلیونه یورو مرستې ته ژمن دي او نور هېوادونه دې هم له دغه هېواد سره خپلې مرستې پیل کړي ځکه د دې په وینا د افغانستان اقتصادي انزوا پرته له دې چې د دغه جګړه ځپلي هېواد وګړي نور هم وځپي، بله هیڅ مثبته پایله نه لري.
































