د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی و او هلته یې له ایمانویل مکرون سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. مکرون په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات د راوستو لپاره له تاجکستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به په دې اړه اړیکې دوام کوي. همدا راز فرانسوي لوري ټینګار کړی چې له افغانستان تاجکستان ته د خطر متوجه په صورت کې له دغه هېواد سره مرسته کوي او خپلې همکارۍ نه سپموي. تاجکستان او فرانسه تر ډېره په افغانستان کې د احمد مسعود په مشرۍ د ماتې شوې مقاومت جبهې ملاتړي بلل کېږي. د معلوماتو له مخې ددغه جبهې ډېری غړي دمګړی په تاجکستان کې دي.
































