د ناروې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په کنګسبرګ سیمه کې یوه کس په بېلو برخو کې شاوخوا ۴۰ دقیقې له غشي او لندې په استفادې پر خلکو ګزارونه کړي دي. راپورونه وایي چې په پېښه کې پنځه کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي، چې د دوو کسانو روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. پولیس وایي دغه کس نیول شوی دی او پلټنې ترې روانې دي. د پولیسو په خبره لومړني معلومات ښيي چې په دې پېښه کې همدا یو کس ښکېل و، خو دا چې دا به یو ترهګریز برید وي احتمال یې نه شي ردولی. پولیسو په دې اړه د لا ډېرو پلټنو خبره کړې ده.
































